د کندهار د انارو صادراتو کمښت او د وطني مېوو کارولو کمپاین
![](https://gdb.rferl.org/d3b6d556-fe04-4ccd-b7a0-49e6f4d5dd61_w1080_r0_s.jpeg)
د کندهار د انارو صادراتو کمښت او د وطني مېوو کارولو کمپاین
![](https://gdb.rferl.org/fc16ea73-b6c7-4f6d-83d3-5f1b653c9135_w1080_r0_s.jpeg)
په داسې حال کې چې سږ کال د پاکستان د لوړې مالیې یا ټکس له امله له کندهاره د انارو صادرات کم شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال وطني تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار وکاروي.
![](https://gdb.rferl.org/18118a8a-b7c5-47cb-9f00-05b7d7ae8d3f_w1080_r0_s.jpeg)
د انارو باغ لرونکي وايي، د پاکستان لهخوا د افغانستان پر تازه مېوو د لوړي تعرفې له امله د انارو باغونه نه دي اجاره شوي او صادرات په کم اندازه ترسره کېږي.
د انارو د باغ لرونکو په وینا، سږ کال یې حاصلات په نسبي ډول ښه دي، خو د صادراتو د کمښت له امله ټول باغونه له انارو ډک ولاړ دي.
په ورته وخت کې د انارو سوداګر هم وايي چې د پاکستان د لوړې کمرکي تعرفې له امله سوداګر زړه نه ښه کوي چې انار صادر کړي، ځکه هېڅ ګټه نه ورته کوي.
بلخوا، د کندهار یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال د انارو او نورو وطني مېوو کارول عام کړي.
د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي هم د انارو د صادراتو د کمښت په اړه اندېښمن دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، که پر انارو د پاکستان د لوړ ټکس ستونزه حل نه شي، نو باغ لرونکي او سوداګر به له لوی زیان سره مخ شي.
د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، تېر کال شاوخوا ۹۰زره ټنه انار صادر شوي وو، خو اوس د لوړې تعرفې له امله صادرات نږدې ۸۰ سلنه د کموالي سره مخ شوي دي.