راتلونکې اوونۍ د افغانستان په سړو سيموکې د ښوونځيو کلنۍ ازموينې پيليږي

د يو ښوونځي د زده‌کوونکو انځور

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ به د افغانستان په سړو ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شي.

دغه وزارت نن یک‌شنبه په یوه بیان کې وویل چې، له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به د لړم یا عقرب له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې اخیستل کېږي.

د بیان له‌‌‌مخې له څلورم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به لیندۍ یا قوس پر لومړۍ نېټه پیل او د لیندۍ تر ۱۵مې دوام وکړي.

طالبانو لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه‌دی لیرې کړی.

څه باندې درې کاله تېر شول چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو منځني او عالي ښوونځي تړلي دي.

طالبانو نجونې د پوهنتون له زده‌کړو هم منع کړي دي.