کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پای‌لوبه ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبې يو انځور

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې سبا دوشنبې، په خپلو کې د درېیو، یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالي کې سره مخامخ شي.

د دې لوبې ګټونکی به د ټول سیریز ګټونکی هم وي.

د سبا ورځې لوبه به هم د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي او د پلان له‌مخې د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو به پیل شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ منډو په توپیر وګټله، خو په دوهمه لوبه کې پرون بنګله‌دېش افغانستان ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د راروانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه له زیمبابوې سره هم د لوبو یوه لړۍ پیلوي چې درې شل اووریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې په‌کې شاملې دي.

دا لوبلړۍ به د راروان ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۶مې پورې دوام وکړي.