د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبې د هېواد په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړ چې، د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.
په بیان کې دې سیندونو ته د نژدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، احتیاط وکړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.