غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، نن په غزې تړانګه کې د اسراییل په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

په همدې حال کې اسراییل د غزې شمال ته چې جګړو ځپلی له څو اوونیو وروسته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی دی.

په یوه حمله کې د غزې په ختیځ ښار تفاح کې یو ښوونځی په نښه شوی چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه محلي خبریالان، یوه امیندواره ښځه او یو ماشوم شامل وو.

د اسرايیل پوځ وايي په حمله کې یې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد افراطي ډلې وسله وال په نښه کړي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دغه راز ۷ نور کسان هغه وخت ووژل شول چې د اسراییل له خوا په جنوبي ښار خان یونس کې چې بېځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، یوه خېمه وویشتل شوه.

ناصر روغتون وايي، په وژل شویو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دی.

د اسرايیل پوځ سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.