ملګري ملتونه وايي، په جنوبي سوډان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن شوي او تر ۳ لکه او ۷۹زره زیات نور بېځایه شوي دي.
ملګروملتونو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په سېلابځپلو سیمو کې د ملاریا ناروغۍ د لا خپرېدو په باب خبرداری ورکړی دی.
مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د نړۍ دغه نوی ایجاد شوی هېواد، د اقلیمي بدلون له کبله ډېر زیانګالی دی او سېلابونو تر ډېره د دغه هېواد شمال دومره زیانمن کړی، چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، په ۴۳ ولسوالیو کې دغو سېلابونو یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن کړي او په ۲۲ ولسوالیو کې تر ۳لکه او ۷۹زره زیات نور بېځایه کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، په ګڼو ایالتونو کې د ملاریا د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.