د دغه هېواد د هواپېژندنې ملي ادارې پرون جمعه په خپرو کړو اطلاعاتو کې ویلي، چې د اکتوبر پر ۲۹مه د پشه کال تر بارانونو وروسته په بهېدلو سېلابونو کې څه باندې ۲۲۰ کسان مړه شول.
دغو سېلابونو تر ډېره د جنوبي ښار والنسیا شاوخوا سیمې او د دغه هېواد ختیځ زیانمن کړل، چې موټرونه یې پر سر اخیستي وو او پلونه یې ونړول، دغه راز تر ځمکې لاندې پارکنګونه له اوبو ډک شول.
تر اوسه ۷۸ کسان تري تم دي، خو حکومت ګومان کوي ځینې یې ممکن په هغو ۴۸ مړو کې شامل وي، چې تر اوسه یې هویت تثبیت شوی نهدی.
ساینسپوهان وايي، د دا ډول طبیعي افتونو د زیاتوالي عمده علت اقلیمي بدلون دی.