د بلوچستان د رېل‌ګاډو په يو تم‌ځای کې د چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۲۴ ته لوړ شو

د چاودنې سيمه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېل‌ګاډو په یوه تم‌ځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۴ ته زیات شو.

چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شا و خوا ۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه، چې نږدې ۱۰۰ کسان رېل‌ګاډي ته په تمه وو، چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.

د بلوڅانو یوې بېلتونپالې ډلې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي، چې د رېل‌ګاډي په تم‌ځای کې راغونډ شوي وو.

په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.