له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۱۸۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۳۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په زوره افغانستان ته ایستل شوي دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نوامبر له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌‌‌ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ روانه ده.