نن د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دويمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه

دا مسابقه د درېیو پنځوس اووره لوبو دوهمه یوه ده چې د متحد عربي اماراتو په شارجه کې د دې لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

لومړۍ یوه د چهارشنبې په ورځ افغان لوبډلې د دوه نوي منډو په توپیر وګټله.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادۍ راډیو ته ویلي: "د دویمې لوبې لپاره هم تمرینات کېږي، لوبډله به بشپړه چمتو وي. مورال یې هم لوړ دی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه."

که چېرته افغان لوبغاړي وتوانیږي چې نن هم د بنګله‌دېش لوبډله ماته کړي، نو د دې لړۍ اتله به شي او که بنګله‌دېش دا مسابقه وګټله نو په درېیمه یوه کې به چې د دوشنبې په ورځ د شارجې په همدې لوبغالي کې کېږي، ګټونکی معلوم شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پيلیږي.