د اسرايیل دفاعي ځواکونو پرون پنجشنبه ویلي، د دوی پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د حماس ډلې پر خلاف خپل عملیات پراخ کړي دي.
د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اسرايیل دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی پوځیانو په بیت لاهیا کې د تروریستي بنسټونو خلاف خپل عملیات پیل کړي دي.
د دغو ځواکونو په وینا دوی به د جبلیه په مربوطاتو کې هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او له چهارشنبې یې هلته شا و خوا ۵۰ تروریستان ختم کړي دي.
بیت لاهیا ښار د غزې تړانګې په شمال کې پروت دی، خو د جبلیه په نوم د کډوالو کمپ د غزې د جنوب په مربوطاتو کې دی.
فلسطیني سرچینو په وار-وار په دې ویجاړه شوې ساحه کې د ګڼو ملکي مرګژوبلې راپورونه ورکړي او هلته یې بشري وضعیت ناوړه بللی دی.