د ملي مقاومت جبهې کابل کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې

د ملي مقاومت په نوم د جبهې وسله‌وال

د طالبانو یوه مخالفه ډله، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې د پنج‌شنبې ماښام په کابل کې د دوی د ځواکونو په برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه برید، تېره شپه په کوټه سنګي سیمه کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.

وړاندې ویل شوي، چې په‌دې پېښه کې د وسله‌‌‌والو طالبانو دوه عرادې موټر هم ویجاړ شوي او پنځه میله وسله د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د خبرپاڼې له‌‌مخې، په‌‌دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت جبهې غړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌‌‌‌دي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نه‌‌‌‌‌‌شي تاییدولی.

تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله د پنج‌شنبې په ماښام د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.