د سرې مياشتې ټولنه: ۸۹ ماشومان چې د هډوکو پړسوب يې درلود د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول

يوشمېر هغه ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۸۹ ماشومان چې د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، پرون پنج‌شنبه د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول.

دغې ادارې چې د طالبانو په کنترول کې ده، پرون پر خپله ایکس‌پاڼه جرمني ته د دغو ماشومانو د لېږد خبر ورکړی دی.

وړاندې ویل شوي، چې ۴۵ نور ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

څه باندې درې لسیزې کېږي چې افغان ماشومان چې سخت سوځېدلي وي، یا هم په ځینو ناروغیو اخته وي، د جرمني د "سولې کلي" بنسټ په مرسته د درملنې لپاره لېږل کېږي.