د ازبکستان په قوقند ښار کې یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل.
دغه کسان د ترهګرو د تمویل، د رژیم د بدلولو دسیسې او د هغو موادو د درلودلو په تور محکوم شوي دي چې عامه امنیت ته ګواښ بلل شوی دی.
د ازبکستان د ملي امنیت ادارې نن د نومبر ۷مه وویل چې دغه کسان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په منظمو غونډو کې چې په سیمه ییزو چای خانو کې د "شنبه ماښام" په نوم د ټولنیزو مراسمو په توګه تر سره کېدل، د افراطي نظریاتو د ترویج په تور نیول شوي اود هغوی بحثونه د جهاد او د اسلامي دولت د جوړولو په اړه متمرکز و.
دا قضیه د مذهبي افراطیت سره د مبارزې لپاره د ازبکستان د حکومت د هڅو یوه برخه ده، په ځانګړې توګه په قوقند کې، چې د فرغانه په دره کې موقعیت لري.
دا سیمه له توکمیز پلوه متنوع او له تاریخي پلوه بې ثباته ده او د کورنیو او نړیوالو اسلامپالو ډلو لپاره په یو مرکز بدله شوې چې د بې ثباتۍ او د افراطي ایډیالوژیو د خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.