د روسیې د نن سهار بریدونو د اوکراین د پلازمېنې کییف په پنځو ناحیو کې اورونه بل کړي او زیانونه یې اړولې دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن د نومبر ۷مه پر خپل ټیلیګرام ویلي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ټوټې په پېچرسک، هولوسیفسکي، سولومینسک، اوبولونسک او پوډیلسک ناحیو کې غورځېدلې او د غورځېدو په پایله کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
کلیچکو ویلي، په پچرسک سیمه کې د یو څو پوړیزې ودانۍ پورتنۍ برخې اور اخیستی او خلک ترې ویستل شوي دي.
د سیمې والي اوله کیپر هم ویلي چې د اودیسه په ښار کې وروسته له هغې چې د اوکراین د الوتکو ضد سیستم د تورې بحیرې په دغه بندر کې د روسیې بې پیلوټه الوتکې وویشتې، د استوګنې یو لوړ پوړیز کور ویجاړ او یو سړی ټپي شوی دی.
د ټیلیګرام په چینلونو کې په اودیسه ښار کې د یوې نهه پوړېزې ودانۍ په لومړی منزل کې د لګېدلي اور ویدیوګانې خپرې شوې دي.
پر اوکرایین د روسیې د څرګند تیري له کبله جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل او تر اوسه دوام لري.