د هند د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له اميرخان متقي سره ليدلي

اميرخان متقي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جي پي سينګ

د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد نن پنج‌شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر د دغو لیدو کتو خبر او انځورونه خپاره کړي دي.

خبر کې راغلي، متقي له دغه هندي ډيپلوماته غوښتي چې افغانانو په ځانګړې توګه سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي سینګ تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد هم سره هم کتلي و.

د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له‌‌مخې د دې لیدنې کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو، هند خپل سفارت بند کړ خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستې کړې دي.