د امریکا ولسمشر جوبایډن د ټیلفون له لارې، په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او هغه ته یې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، بایډن به ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ د ملاقات پر مهال چې ټاکل شوې ژر ترسره شي، د کلیانو او د هغه ټیم ته د سپینې ماڼۍ د ورسپارلو چمتووالی ونیسي.
د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ویلي چې، نوموړی دغه ملاقات ته سترګې په لاره دی او په خبره یې ټرمپ د جوبایډن لهدې ټیلفوني مکالمې هرکلی کړی دی.
اووه اتیا کلن ټرمپ د نومبر په ټاکنو کې خپلې سیالې کامالا هریس ته ماتې ورکړه او د امریکا د ۴۷م منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د نړۍ ګڼشمېر مشرانو او سیاستوالو هم ټرمپ ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
بل لورته ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د افغانستان په وخت ماښام مهال ولس ته وینا وکړي چې تر ډېره به پر ټاکنیزو مسلو ورټوله وي.