د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په وړاندې خپله ماتې ومنله.
نوموړې خپل سیال منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پرون د ټیلفونې مکالمې له لارې او په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دا څرګندونې کړي.
هغې ویلي: "د ټاکنو پایله هغسې نهدي لکه مونږ چې غوښته، نه هغسې چې مونږ ورته مبارزه وکړه."
خو په وینا یې له امریکایانو سره د کړیو ژمنو څراغ به یې تل بل وي.
مېرمن هریس ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې هغه ته مبارکي ورکړې او سپینې ماڼۍ ته د هغه او د هغه د ټیم په بېرته ورتګ کې یې د مرستې وړاندیز ورته کړی دی.
ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ چې د نومبر د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه وکړي او د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.