په سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې، طالبانو د سهشنبې په ورځ د مرغاب ولسوالي په جرقشلاق کلي کې دوه تنه ونیول او کله چې یې دوی د فیروزکوه ښار ته بيول د شاه تیغ د کوتل په سیمه کې یې ډزې پرې کړې دي.
د دې سرچینې په باور یو تن ساه ورکړې او بل یې سخت ټپي شوی دی، چې دا کس د مرغاب-فیروز کوه د لارې مسافرانو موندلی دی او روغتون ته یې بیولی دی.
طالبانو د دې کسانو د نیولو علت نهدی ویلی.
په غور کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم هم د دې کسانو د وژلو په اړه رسنیو ته معلومات نهدي ورکړي.