طالبانو له ايران او پاکستان د يوشمېر افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی

له ارشيفه د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو انځور

باختر خبری اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۱، د قندهار د سپین‌بولدک له لارې ۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۲ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

که څه هم په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي، خو په پاکستان او ایران کې مېشتو یوشمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې، د کوربه هېوادونو د حکومتو له پرله‌پسې فشار او ځورونو سره مخامخ دي.

دا کورنۍ په‌داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې یوشمېر نور افغانان بیا د بې‌وزلۍ او په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د نشتوالي له کبله په بېلابېلو قانوني او غیرې قانوني لارو له هېواده د وتلو هڅه کوي.