د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوري غوښتونکي نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ د انتخاباتو د پایلو له رسمي اعلان نه وړاندې خپلو پلویانو او د خپل د انتخاباتي کمپاین ټیم ته د بریا مبارکي ورکړي.
ټرمپ دا وینا د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې د خپلو پلویانو تر منځ وکړه او زیاده یې کړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د امریکا لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کوي.
ټرمپ دغه بري ته وروسته له هغې نژدې شو چې، په دوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، شمالي کارولینا او جورجیا ایالتونو کې ګټونکی اعلان شو.
پهدې سره د هغه سیالې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې او د ولسمشر مرستیالې کمالا هریس لپاره د بري چانس ډېر کم شوی دی.
د امریکایي رسنیو د راپورونو لهمخې چې د دغو انتخاباتو بهیر له نژدې څاري، ټرمپ ۲۴۶ الکټرال کالجونه یا د انتخاباتي پلاو رایې ګټلي دي.
هریس تر اوسه ۲۱۰ رایې خپلې کړې دي.
د دې لپاره چې یو کاندید د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، لږ تر لږه د ۲۷۰ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو د رایو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.