د شمالي کوریا سرتېرو د روسیې په کورسک کې له اوکرایني ځواکونو سره نښتې کړي

په کورسک کې د نښتو یو انځور

راپورونه وايي د شمالي کوریا سرتېرو د روسیې په کورسک سیمه کې له اوکرایني ځواکونو سره نښتې کړې دي.

امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د امریکايي او اوکرایني چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستي دا راپور ورکړی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې دا جګړه لنډه وه او د شمالي کوریا د ځواکونو هدف احتمالا د اوکرایني ځواکونو د کمزورتیاوو موندل وو.

د دوی په وینا، د شمالي کوریا ځواکونو له روسي پوځیانو سره یوځای په جګړه کې برخه لرله.

رویټرز خبري آژانس ټینګار کړی چې په دې اړه راپور په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.

د اوکراین د جمهوري ریاست او دفاع وزارت او د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کې وویل چې د اوکرايني او شمالي کوریا د ځواکونو ترمنځ لومړۍ جګړه د نړۍ د بې ثباتۍ په برخه کې یو نوی څپرکی پرانیستی.