د غیر رسمي شمېرو له مخې چې پر انتخاباتو د څار رسنیو خپرې کړې، د امریکا په هغو اوو ایالتونو کې چې برخلیک ټاکوونکي ایالتونه ګڼل کېږي،
د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ له خپلې سیالې د ډیموکرات ګوند له کاندیدې کامالا هاریس څخه مخکې دی.
د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې، ټرمپ شمالي کارولینا ایالت چې د الکټرال کالج رایو شمېر یې ۱۶ ته رسېږي، ګټلی دی.
په نورو برخلیک ټاکوونکو ایالتونو، پنسیلوانیا، جورجیا میشیګان، آریزونیا، ویسکانسن او نوادا ایالتونو کې هم د رایې ورکولو مرکزونه تړل شوي، خو دا له وخته مخکې ده چې ګټونکی یې اعلان شي.
د امریکا په لویدیځو ایالتونو کې د رایې شمېرلو بهیر روان دی.
په دغو ایالتونو په لسګونو میلیونو رایې ورکوونکو نن د انتخاباتو په ورځ خپلې رایې کارولي چې پر ۸۴ میلیونه رایو چې مخکې کارول شوي، ور زیاتېږي.
ټرمپ فلوریدا ایالت چې یو وخت د د انتخاباتي سیالۍ ډګر بلل کېده او په وروستیو انتخاباتو کې جمهوریپالانو په کې ستر بری خپل کړی، ګټلی دی.
هغه همدارنګه تکزاس، سوټ کارولینا او انډیانا هم ګټلي دي.
د هغه سیالې کامالا هاریس بیا ویرجینیا او نیویارک، مکسیکو او کلیفورنیا ایالتونه چې دا درې واړه د ډیموکراټانو پیاوړي مرکزونه بلل کېږي، ګټلي دي.
ټرمپ یو شمېر نور ایالتونه هم ګټلي چې د الکټرال کالجونو د رایو شمېر یې ۲۳۰ ته رسیږي او د کامالا هاریس د الکټرال کالجونو د رایو شمېر تراوسه ۲۰۹ ته رسېدلی دی.
د دې لپاره چې یو کاندید د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، لږترلږه د ۲۷۰ الکټرال کالج رایو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.