د غیر رسمي شمېرو له مخې چې پر انتخاباتو د څار رسنیو خپرې کړې، د امریکا په نیمایي ایالتونو کې رایې ورکوونکو هغه کاندید ته رایې ورکړې چې وړاندوینه یې کېده.
خو د څو برخلیک ټاکوونکو ایالتونو پایلې تراوسه نه دي خپرې شوې.
هغسې چې تمه یې کېده، د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ د الاباما، ارکانسا، فلوریډا، انډیانا، کینټاکي، ایوا، میسي سي پي، لوزیانا، اوهایو، اوکلاهاما، جنوبي کارولینا، سوټ داکوتا، تینیسي، تکزاس، ویسټ ویرجینیا، نبراسکا او وایومینګ ایالتونه ګټلي دي.
د دغو ټولو ایالتونو د الکټرال کالجونو رایې ۱۹۸ ته رسېږي.
د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس هم له تمې سره سم په کولرادو، کنیکټیکټ، ډیلاور، ایلینوی، مریلاند، مساچوسیت، نیو همشیر، نیوجیرسي، نیویارک، رودا آیلنډ او ویرمونټ ایالتونه او همدارنګه واشڼګټن ډي سي ګټلي چې ایالت نه بلل کېږي، ګټلي دي.
په دې ترتیب د میرمن هاریس د الکټرال کالجونو رایې ۱۱۲ ته رسېدلي دي.
هر کاندید چې لږترلږه د الکټرال کالجونو ۲۷۰ یې وګټي، د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلانېږي.