اوچا: د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې

په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د طالبانو لاس‌وهنې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره ورځ تر بلې له ننګونو سره مخامخ کوي.

دې ادارې د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې، د روان کال په سپټمبر کې د بشري مرستو رسوونکو ادارو د هغو ۱۷۳ مواردو راپور ورکړی، چې د مرستو د رسولو پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی او په‌دې کې د اوچا په وینا د بشري فعالیتونو په چارو کې لاس‌وهنې، د مرستندویو ادارو پر تګ راتګ، کارکوونکو یا موادو محدودیتونه او د کارکوونکو پر وړاندې د تشدد موارد شامل دي.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي، د مرسته رسوونکو شریکانو په چارو کې لاس‌وهنې تر ډېره په اداري او دفتري برخو کې دي.

اوچا وايي چې، د دې خنډونو په نتیجه کې مؤسسو د ۸۳پروژو چارې په موقتي ډول ځنډولي، د عملیات ځای یې بدل کړی او یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د طالبانو حکومت د اوچا د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو له‌دې مخکې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري مرستو چاره دې نه سیاسي کوي.