کراچۍ کې د دوو چينايي وګړو ټپيانېدل؛ د يوه وضعيت نازک ښودل شوی

د راپورونو له‌‌مخې د هغو دوو چینایي وګړو له ډلې چې پرون د پاکستان په کراچۍ ښار کې په ډزو ټپیان شوي، د یوه روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې پر دغو چینایانو پرون سه‌‌شنبې سهار د کراچۍ ښار د ټوکر اوبدلو په یوه کارخونه کې د یوه ځایي امنیتي ساتونکي له‌خوا ډزې شوې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یوه شخصي ساتونکي پر دغو چینایانو له یوې لفظي شخړې وروسته ډزې کړې دي.

دې وزارت ویلي چې، د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او هم په اسلام‌اباد کې د چین له سفارت سره له نژدې په تماس کې دي.

په کراچۍ کې د لیاقت په نوم د روغتون یوه ویاند ویلي، د دوو ټپیانو درملنه کوي، چې د یو تن وضعیت نازک دی.
پولیسو ویلي، تورن کس له ساحې تښتېدلی.

د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

تر دې مخکې تېره میاشت کې د کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه بمي چاودنه کې چې مسوولیت یې د بلوڅانو یوې بېلتون غوښتونکې ډلې اخیستی و، دوه چینايي انجینران ووژل شول.