له اټکلونو سره سم نن چهارشنبې او سبا پنجشنبې د افغانستان په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د سحطې د لوړېدو او ځینو ځایونو کې د سېلابونو د راوتو خطر شته.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې لهمخې پرون سهشنبه په یوه بیان کې هریرود، مرغاب او امو هغه سیندیزې حوزې یادې کړې، چې د نسبتاً سختو بارانونو په نتیجه کې د سېلونو د راوتلو احتمال پهکې زیات دی.
دغه وزارت د دې سیندیزو حوزو د سیمو او له اوسېدونکو غوښتي چې، د سېلونو خطرونو ته پام وکړي او هم د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.
د بیان لهمخې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.