راپورونو وايي چې د طالبانو لوی مشر ملاهبتالله آخندزاده د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي دي څو په ټول افغانستان کې د شرعي قوانینو د تطبیق په اړه خبرې ورسره وکړي.
د طالبانو په حکومت کې باوري سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د تطبیق لپاره د جدي اقداماتو په اړه خبرې د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه، او د طالبانو لوی مشر په ټول هېواد کې د دې قانون د تطبیق لپاره جدي سپارښتنې وکړې.
سرچینې زیاتوي چې د سرپرست حکومت وزیران د روانې اوونۍ په پیل کې کندهار ته ورسېدل.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون خپور کړ چې په ځانګړي ډول پر ښځو سخت محدودوونکي تګلارې عملي کوي.
له دې سره په یوه وخت کې په دې وروستیو کې د طالبانو محکمو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو سرغړونو په نوم لسګونه کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.
د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ډلو پر دې اقداماتو جدي اندېښنې ښودلي.