د غزې اوسېدونکي وېره لري چې اسراییل د غزې په شمال کې د استوګنې د سیمو د تخلیې لپاره ښايي نورې هوايي حملې هم وکړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې پرون وویل، اسراییلو د هغو لاریو شمېر کم کړی چې غزې ته مرستې رسوي او وايي چې لهدې سره به خوړو، دارو-درملو او نورو ضروري موادو ته اړتیا زیاته شي، خو اسراییلو دا خبره رد کړې ده.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا په بیت لاهیا سیمه کې د اسراییلو په پروني برید کې یوشمېر کسان مړه او ټپیان شوي او پهدې سیمه کې پر یوه کور د پرون سهارنۍ بمبارۍ په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.
سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په زوایده ناحیه کې د اسراییلو په یوبل هوایي برید کې څلور کسان او د غزې په مرکزي او جنوبي برخو کې په جلا حملو کې پنځه کسان وژل شوي دي.