يوشمېر پخواني افغان پيلوټان د امريکا د پيلوټۍ د اسنادو ترلاسه کولو هڅې کوي

يو افغان پيلوټ

د پخواني افغان هوايي ځواک پیلوټان په امریکا کې د پیلوټۍ د اسنادو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

ویرتیکل مجله چې د پیلوټانو اړوند خبرونه خپروي، دوشنبه ناوخته راپور ورکړی چې په تکزاس کې دغو اتلسو افغان پیلوټانو د فدرال هوايي چلند د سند لپاره یو لړ روزنیزې دورې هم ترسره کړې دي.

د راپور په اساس دا هغه پیلوټان وو چې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې یې MH-6 محاربوي، بلک هاک یا Mi-17 ترانسپورتي هیليکوپترې چلولې.

دا پیلوټان که څه هم هر یو له ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ ساعتونو د پرواز تجربې لري، خو په امریکا کې د هوایي چلند سکتور ته د داخلېدو لپاره باید ازموینه ورکړي او سند ترلاسه کړي.

د پخواني افغان هوايي ځواک نږدې ټول پيلوټان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان ووتل.

د دوی ګڼ‌شمېر امریکا کې مېشت دي.

د کابل په سقوط سره یوشمېر پخوانيو پیلوټانو ځینې هیليکوپترې چې امریکا وايي د دوی ملکیت وې او د افغان هوايي ځواک په اختیار کې وې، ازبکستان ته یوړې او لا هم هلته پاتې دي.