د ملګروملتونو يو استازي د طالبانو د روغتيا له وزير سره د روغتيايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې کړي

مولوي نورجلال جلالي

د ملګروملتونو د نفوسو ادارې سیمه‌ییز مشر د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزیر سره په کتنه کې په لیرې پرتو سیمو کې د نویو روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د نړیوالو مرستو په جذبولو خبرې کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له‌مخې، پیوسمیت د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي ته ویلي؛ ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه زیات کړي او په‌‌دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د راتګ او په هېواد کې دننه د خلکو د بې‌ځایه کېدو له امله د افغانستان روغتیایي خدمتونه تر فشار لاندې راغلي دي.

له بلې خوا، د افغانستان سره میاشت ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل چې له ۷۴ افغان ماشومانو څخه، چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، ۴۶ تنه به له درملنې وروسته په راتلونکو درېیو ورځو کې هېواد ته راستانه شي.

د دې ماشومانو درملنه د جرمني د سولې کلي بنسټ په مرسته شوې ده.