د ایران د سپاه پاسدارن د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ادعا کړې، په ایران کې یې د افغانستان او تاجکستان هغه ۱۸ وګړي وژلي چې ځانمرګي بریدګر وو.
د ایران تسنیم خبري اژانس نن راپور ورکړی چې پاکپور په زاهدان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه کسان چې په راسک، چابهار او پارود کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي ځانمرګي بریدګر وو او د سون توکو د لېږدولو په نوم له پولو اوښتل.
د دغو عملیاتو د وخت په باب څه نه دي ویل شوي.
بلخوا د ایران حالوش خبري اژانس چې تر ډېره د سیستان و بلوچستان ولایت د پېښو په باب راپورونه خپروي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو خبر ورکړی و.
د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه نښته وروسته له هغې پیل شوه چې د ایران د هیرمند ولسوالۍ په ساسولي کلي کې دېره ایراني ځواکونه پر ځینو هغو بلوڅانو ډزې وکړې چې له پولې د تېلو په لېږد کې لاس لري او یو تن یې ووژل شو.
حالوش ویلي، چې وژل شوی کس نعیم رېګي نومېده او ۲۶ کلن و.