د هند په همالیا ژوره دره کې نن دوشنبه یوه سیند ته د یوه بس موټر د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.
په شمالي ایالت اوتاراکند کې یوه چارواکي ډیپک راوت خبریالانو ته ویلي، تراوسه د ۳۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.
د ده په وینا، درې کسان چې سخت ټپیان شوي وو، د هیلیکوپټرې په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر پېښې وروسته د ژغورنې ډلې او مرستندوی کارکوونکي په ساحه کې ګمارل شوي دي.
هند په نړۍ کې پر سړکونو د مړینو تر ټولو لوړه کچه لري چې هر کال په سلګونو زره کسان مړه او ټپیان کېږي.
د ډېری پېښو اصلي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، خراب سړکونه او د زړو موټرو چلول ښوول کېږي.
په جولای میاشت کې په اتار پردېش ایالت کې له یوې لارۍ سره د یوه بس موټر د ټکر په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي وو.