د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد پرون یکشنبه د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتنې پر مهال ویلي چې دوی د راستنو شویو افغانانو د اوسېدو مدیریت کړی دی.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې راشد حنفي ته د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګمارل شوي کمېسیون د موقتي استوګنې کمېټې کاري راپور وړاندې کړ.
په همدې حال کې له پاکستان او ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي چې ژمنه شوې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پاکستان د تېر کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د ۱.۷ میلیونو بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.
ایران هم په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره اقدام کړی دی.
ایراني چارواکي وايي، د ۲۰۲۵م کال تر مارچ میاشتې پورې به دوه ملیونه غیرقانوني افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.