د طالبانو سترې محکمې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې د هڅې په تور، په ۳۹ درو د یوې ښځې د وهلو خبر ورکړ.
دغې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې سزا پرون د کوزکونړ لپاره د طالبانو د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې تطبیق شوه.
سترې محکمې پرون هم په ننګرهار کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې تېره پنجشنبه خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق کړي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.