اسراییلي پوځ د لومړي ځل لپاره په سوریه کې ځمکني عملیات تایید کړي

اسراییلي سرتېري

اسراییلي پوځ د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې په سوریه کې یې هم څه موده وړاندې ځمکني عملیات کړي دي.

که څه هم د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده یاده شوې، خو د اسراییلو پوځ پرون یکشنبه وویل، دغو عملیاتو کې یې یو سوریایی وګړی چې له ایران پلوه شبکو سره یې کار کاوه، نیولی دی.

اسراییلي پوځ له تېر یوه کال راهیسې څو ځله پر سوریې هوایي بریدونه کړي، خو د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د تازه شخړو له پيله دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد سرتېري د سوریې خاورې ته د ننوتلو پخلی کوي.

د اسراییل پوځ د دغه وګړي نیول کېدل "د ځانګړو عملیاتو" یوه برخه بللې، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

د سوریې حکومت د اسراییلو د دغو ځمکنیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د شام په نوم حکومت پلوه راډیو ویلي، د اسراییلو پوځ اوړي پر مهال د سوریې په جنوب کې "د انسان تښتونې عملیات" ترسره کړي دي.