امریکا په ایران کې د ایراني‌الاصله امریکايي خبریال رضا ولیزاده نیونه تایید کړه

ایالات متحده این بازداشت را ظالمانه و مغایر قوانین بین‌المللی دانسته است.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د ایراني‌الاصله امریکايي خبریال رضا ولیزاده نیول تایید کړي او ویلي یې دي چې "دا کار ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دی."

د ازادې اروپا فردا راډیو د روان کال د میزان په ۲۴مه خبر ترلاسه کړ چې دغه ایراني الاصله امریکايي خبریال چې له ډېرو کلونو وروسته ایران ته تللی و، په تهران کې نیول شوی دی.

ولیزاده چې د فردا راډیو کارکوونکی و، د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې یې دغه رسنۍ پرېښوده او د څه مودې لپاره بهر اوسېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې دوی په ایران کې د رضا ولیزاده له نیول کېدو خبر دي او زیاته یې کړه چې له خپلو سویسي ملګرو سره چې په ایران کې د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه کار کوي، کار کوي څو د دې قضیې په اړه نور معلومات راټول کړي.

د دغو چارواکو په خبره ایران په منظم ډول د سیاسي دلایلو له مخې امریکايان او د نورو هېوادونو اتباع په ناحقه زنداني کوي چې دا عمل یې ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

ایران تراوسه د ولیزاده نیول کېدل نه دي تایید کړي.

اسوشېټېډ پرېس په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران پلاوي په دې اړه دوی ته ځواب نه دی ویلی.

له بلې خوا ازادې اروپا/ازادي راډیو د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په ایران کې د خپل پخواني همکار رضا ولیزاده له نیول کېدو خبره ده، خو تر اوسه یې په هغه د لګېدلو تورونو په اړه رسمي اسناد نه دي ترلاسه کړي.