غزه کې د اسراييل درې سرتېري وژل شوي

غزه کې اسراييلي پوځيان

د اسراییل پوځ د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې، د غزې په شمال کې یې یو سرتېری د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

د اسراییلي رسنیو د راپور له‌مخې، دا سرتېری یې ظاهراً په مستقیم ډول د جګړې په تړاو نه‌دی وژل شوی.

تر دې څو ساعته مخکې هم د اسراییل پوځ راپور ورکړی و چې، په شمالي غزه کې یې دوه نور عسکر وژل شوي دي.

د درې واړه عسکرو، چې د شنبې په ورځ یې د وژل کېدو خبر ورکړل شو، عمرونه د ۲۰ او ۲۲ کلونو ترمنځ وو.

د اسراییل د پوځ د شمېرو له‌مخې، د هغو اسراییلي سرتېرو شمېر، چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي، ۳۷۰ ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ همداراز اعلان وکړ چې، په تېره یوه میاشت کې یې په جبالیا کې، چې د غزې په شمال کې ده، د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۹۰۰ "ترهګر" وژلي او ۷۰۰ فلسطینیان یې نیولي دي.