ايران د يو افغان په ګډون شپږ کسان اعدام کړي

ارشيف

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایراني رژیم له‌خوا د یوه افغان په ګډون شپږ کسان اعدام شوي دي.

دا اعدامونه اکثر د کرج ښار په قزل حصار زندان کې شوي.

اعدام شوي کسان د مخدره موادو، بریدونو یا قصدي وژنو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې د ناروې په اوسلو ښار کې مېشت دی، په یوه راپور کې ویلي چې د ایران او اسرايیلو ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د روان کال په اکتوبر میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان د ایران د رژیم له‌خوا اعدام شوي.

دا په ۲۰۰۷ کال کې د ایران د بشري حقونو د سازمان له‌‌خوا د اعدامونو له ثبت وروسته په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د دغه سازمان په وینا په‌دې میاشت کې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان، شپږ ښځې او یو ایراني‌الاصله جرمن وګړی هم شامل دي.