يوشمېر فعالانو او خبريالانو ايران کې د افغان خبريالانو د وضعيت د څېړلو غوښتنه وکړه

ايران کې افغان خبريالان

د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او افغان خبریالانو د شنبې په ورځ (نوامبر ۲مه) په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت د څېړلو غوښتنه وکړه.

شاوخوا پنځوسو دغو افغان خبریالانو او فعالان چې ښځېنه خبریالانې هم په‌کې وې ګواښ وکړ که د دوی غوښتنو ته پام ونه‌شي تحصن او لاریون به وکړي.

د دې غونډې یوه تنظیموونکي نوید عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "په ایران کې د مدني ټولنې د سازمان او افغان خبریالانو د غونډې هدف دا و چې د نړیوالې ټولنې د بنسټونو له‌خوا ورته هیڅ پاملرنه نه‌ده شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو وضعیت ته پام وکړي. که دوی دا ځل پام ونه‌‌کړي، موږ به په پراخه کچه لاریونونه پیل کړو."

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه افغان خبریالان او فعالان له هېواد وتلي او اکثرو یې په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند غوره کړی.

دوی تر ډېره اروپايي یا امریکایي هېوادونو ته د تلو په تمه دي او له نړیوالې ټولنې په‌دې برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.