حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد خبر ورکړی

له ارشيفه يوه بې‌پيلوټه الوتکه

د حزب‌الله ډله وايي، نن يې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د تل‌ابیب په جنوب کې د "پالماخیم" پوځي هډه په نښه کړې ده.

حزب‌الله ډله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اسراییلو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

رویټرز هم په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي خپاره کړي.

حزب‌الله ډله د امریکا د متحدایالاتونو له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.