ملګروملتونو د خبریالانو په وړاندې جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې له یو زرو اووه سوه ډېر خبریالان وژل شوي دي.
دې سازمان نن د یو بیان په خپرولو سره زیاته کړې، د شاوخوا ۸۵سلنه خبریالانو د وژنې قضیې محکمو ته نه راجع کېږي.
په بیان کې د دې سازمان د سرمنشي انتونيو ګوتېریش په حواله راغلي، په وروستیو څو لسیزو کې د هرې جګړې پرتله د غزې په جګړه کې ډېر خبریالان وژل شوي دي.
هغه له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو د خویندیتوب او د خبریالانونو پر وړاندې د جنایاتونو څېړنې دې وکړي او عاملانونو ته دې فوري سزاوې ورکړي.
نن د نوامبر دویمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د خبریالانونو مرکز د همدې ورځ په مناسبت د جمعې په ورځ ویلي و، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارمندان چې له ډلې يې شل تنه ښځینه وې، وژل شوي دي.
دې مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، له سزا څخه د معافیت د فرهنګ په وجه د څه باندې۲۰سلنه دې قربانیانو عدالت نهدی ترلاسه کړی.
ياد مرکز د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه ویلي، په تېرو درېيو کلونو کې د خبریالانونو او د رسنیزو کارمندانو پر وړاندې ۴۴۷ د خبریالانونو د حقونو د نقض قضیې ثبت شوي دي.