ريچارډ بېنيټ د افغانستان په اړه خپل راپور ملګروملتونو ته سپارلی

ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته يې هغه لېست سپارلی چې، په‌کې د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره د بېړنیو او عملي اقداماتو غوښتنه شوې وه.

ریچارډ بېنیټ پرون جمعه (د نوامبر په لومړۍ نېټه) د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د خپل راپور له وړاندې کولو وروسته په یوې خبري ناسته کې دا خبرې کړي دي.

د بېنیټ په خبره، په‌دې لېست کې په سیاسي بهیرونو او ډیپلوماټیکو تعاملاتو کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو ګډون، د بشري حقونو د فعالانو ملاتړ او تمویل او د عدالت پر بنسټ د بشري مرستو وېش غوښتنې شاملې وې.

هغه وړاندې ویلي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې اوسنیو تګ‌لارو، دوی د بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې زړور کړي دي.

د بېنیټ په خبره، د طالبانو پر وړاندې دې د حساب‌کتاب یو مکانېزم رامنځته شي.

ریچارډ بېنیټ پرون د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل هغه راپور وړاندې کړ چې، په‌کې يې د طالبانو له‌‌خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپونکو اقدامات سربېره، د طالبانو په زندانونو کې پر معترضو ښځو د جنسي تېریو موضوع هم یاده شوې وه.

طالبانو د بېنیټ د راپور په غبرګون کې ویلي، بېنیټ یو "عقده‌يي شحض دی" او دا راپور يې هم د همدې عقدو له‌مخې برابر کړی دی.