د لبنان روغتيا وزارت: د اسراييل په بريدونو کې تېره ورځ ۵۲ کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييلو د تېرې ورځې بريد

د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د دې هېواد پر شمال‌ختیځو سیمو د اسراییل د جمعې د ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله، متحدایالات د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

د اسوشټیډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې اسراییل په وروستیو اوونیو کې د حزب‌الله پر وړاندې په بریدونو کې د لبنان پر لویو ښاري سیمو لکه بعلبک چې اتیا زره اوسېدونکي په‌کې اوسي، تمرکز کړی دی.

اسراییل همدارنګه پرون جمعه د غزې پر مرکزي برخې هم بریدونو ته دوام ورکړ.

په‌دې سیمه کې د روغتون چارواکو وویل چې، د ۲۵ کسانو جسدونه یې موندلي چې د اکتوبر له دېرشمې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې وژل شوي و.

اسراییل ویلي چې، په‌دې بریدونو کې د حماس چې متحدایالات او اروپایي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، بنسټیز تاسیسات په نښه شوي دي.

اسراییل په غزه کې د حماس د پاتې وسله‌والو په وړاندې بریدونه زیات کړي، شمالي سیمې یې له خاورو سره یو کړي، چې په‌دې سیمو کې د پاتې کسانو د بشري وضعیت د لاخرابېدو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.