په افغانستان کې د سینې د سرطان د ناروغانو په شمېر کې څه باندې ۵۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.
طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون پرون د اکتوبر په ۳۱مه چې د سینې د سرطان په اړه د پوهاوي د میاشتې وروستۍ ورځ وه، د افغانستان د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، دا ناروغي په افغانستان کې د لسو معمولو سرطانونو له ډلې ده.
د راپور لهمخې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام چارواکو ویلي دي چې، د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د سینې د سرطان موارد په سلو کې ۵۰،۹ زیات شوي.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د سینې په سرطان د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲۴ زره و، چې له ۱۳ زرو زیاتې مېرمنې هم پهدې ډله کې شاملې وې.
په نړۍ کې هرکال د سینې د سرطان د ۱،۷ میلیون نويو مواردو راپور ورکول کېږي او په بېوزلو او د لږ عاید لرونکو هېوادونو کې پهدې ناروغۍ اخته نژدې شپېته سلنه کسان لهدې کبله مړه کېږي، خو د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی او د معلوماتو لرل کولای شي د ډېری ناروغانو ژوند وژغوري.