بدخشان کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپيان شوي دي

د بدخشان ولايت نقشه

په بدخشان ولایت کې چارواکي په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړه کېدو او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، راپور ورکړ چې دا پېښه پرون د خواهان ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې وشوه.

د خبر له‌مخې په پېښه کې پنځه نور کسان هم لادرکه شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار رسنیو ته ویلي دي، پېښه هغه مهال وشوه چې یو مسافر وړونکی موټر له مرکز فیض‌اباد څخه د کوفاب ولسوالۍ خوا ته روان و او په خواهان ولسوالۍ کې له سړک څخه ووت او سیند ته ولوېد.

خبر زیاتوي چې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نژدې دوه میاشتې مخکې ویلي و، په تېر یوه کال کې د ترافیکي پېښو په نتیجه کې له دوو زرو زیات کسان مړه او شاوخوا شپږ زره نور ټپیان شوي دي.

د ډېری ترافیکي پېښو علتونه د سړکونو خرابي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.