د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په تمه دي چې مشر يې د قصاص ۳۰ حکمونه توشیح کړي.
د افغانستان د کورنۍ رسنۍ طلوع نیوز د راپور پر بنسټ، نن جمعه د نومبر لومړۍ د طالبانو د سترې محکمې د جزايي دیوان مشر په پنجشېر ولایت کې په یوه ناسته کې ویلي، د محاکمو لهخوا د قصاص ۳۰ حکمونه صادر شوي او دوی په تمه دي چې د ملا هبتالله اخندزاده لهخوا توشیح شي.
هغه وړاندې ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د قصاص پنځه حکمونه پلي شوي دي.
د طالبانو لهخوا د قصاص د حکمونو ترسره کولو نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په ځلونو د دې حکم د پلي کېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي.
خو طالب چارواکو تل په افغانستان کې د شریعت او د قصاص د حکم پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.