د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس وايي، که د هغې سیال ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدان د نوومبر د پنځمې په انتخاباتو کې بریالي شي، د ارزانه روغتیايي خدمتونو پروګرامونه به محدود کړي.
هریس د پنجشنبې په ورځ (۳۱ اکتوبر) په ویسکانسن کې رایه ورکوونکو ته یادونه وکړه چې، ټرمپ په ۲۰۱۷-۲۰۲۱ کلونو کې هم د دې قانون د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.
هغې خبریالانو ته وویل، د ټولو امریکایانو لپاره ارزانه روغتیايي خدمتونه پهدې ټاکنو کې له خطر سره مخامخ دي.
ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې څو ځلې هڅه کړې وه چې، دا قانون لغوه کړي او د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتي مبارزو کې یې ژمنه کړې وه چې که بیا ولسمشر غوره شو، د ارزانه روغتیايي خدماتو د قانون لغوه کول به یې لومړیتوب وي.