يوناما: طالبانو په وروستيو مياشتو کې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي

طالبان

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې څه باندې ۱۱۰ کسان په دُرو وهلي دي.

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې پرون ویلي، چې د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې دغه ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق شوي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.

طالبانو په وروستیو کې په عام محضر کې تعزیري سزاګانې زیاتې کړي او په وروستي مورد کې په غزنې کې دوه کسان د اخلاقي فساد په تور په ۳۹، ۳۹ دُرو وهلي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.