د کاناډا صدراعظم پر ښځو د طالبانو وروستي بنديزونه وحشت‌ناک بللي

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه غندلي دي.

ټروډو د پنج‌شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې: "د طالبانو وروستی حکم وحشتناک دی."

هغه زیاته کړې، چې په عام محضر کې د یو بل د غږ له اورېدو د افغان ښځو او نجونو منع کول له ټولنې څخه د هغوی د حذف کولو یوه قصدي هڅه ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي په‌دې وروستیو کې ویلي چې، د بالغو ښځو لپاره د نورو بالغو ښځو د غږ اورېدل حرام دي.

حنفي وايي، بالغې ښځې حق نه‌لري چې د نورو بالغو ښځو په مخ کې حتی الحمدلله او سبحان الله ووايي.

د کاناډا د صدراعظم تر دغو څرګندونو مخکې، د ښځو د حقونو نورو فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو هم د طالبانو پر وروستیو محدودیتونو غبرګون ښودلی و.